د قرآن دتعلیماتو په اساس، انسان دوه ډوله اجل لري چې په معلق اجل او مسمي اجل سره نومول کیږی.د قرآن د آیتونو په اساس ، له مسمي او معلق اجل سره اړونده بحثونه ، په هغو کې د انعام سورې ددوهم آیت په بڼه اخستل شوی دی. د قرآن مفسرانو د«هُوَ الَّذِى خَلَقَكُم مِّن طِينٍ ثُمَّ قَضىَ أَجَلًا وَ أَجَلٌ مُّسَمًّى عِندَهُ» آیت په اساس(هغه هغه څوک دی چې تا سو ئې له خټو راوپنځولئ؛ هغه مهال ئې اجل وټاکۀ او د هغه اجل له مخکې ټاکل شوی دی) بیان شوی دی چې دوه اجل یعني ، حتمي او غیر حتمي اجل دانسان لپاره موجود دی ،لومړی هماغه مسمي اجل دی چې په همدې نامې سره په آیت کې راغلي دي؛ دوهم هم معلق احل نومول شوی دی.
د مسمي یا حتمي احجل او آخري وخت داسې مرګ دی چې د بقاء لپاره د انسان د بدن داستعداد او وړتیا پاي دی او دهغه د وخت په رارسیدا سره هرڅه په الهي فرمان سره پاي ته رسیږي. د «فَإِذا جاءَ أَجَلُهُمْ لا يَسْتَأْخِرُونَ ساعَةً وَ لا يَسْتَقْدِمُونَ» په شان آیت ؛ هغه مهال چې ددوي اجل راورسیږي ،نه یوساعت یا شیبه ځنډول کیږي او نه هم مخکې کیږی( اعراف سوره- ۳۴) دغه ډول مرګ ته اشاره ده .
ښه او معلق اجل البته هغه مرګ دی چې د شرائطو په ګډوډیدا سره بدلیږي . خودکشي د معلق احل یو مثال دی ،ځکه چې انسان که خود کشي ونه کړي ، نو ممکنه ده څو کاله ژوندی پاتې شي.
لازیات توضیح دا چې ډیری موجودات د استعداد او طبیعي ودانۍ له نظره تر اوږدې مودې لپاره د بقاء وړتیا ولري،خو په دغې مودې کې ممکنه ده ځیني خنډونه رامینځة شی چې دوي دطبیعي عمر زیاتره وخت ته له رسیدا پاتې شي، مثلا د تیلو یوه ډیوه د هغې د تیلو اندازې ته په پام سره ممکنه ده مثلا تر شلو ساعتونو پورې د رڼا ورکولو وړتیا ولرل شي، خو د یوه سخت باد د راتلوا و د ورښت له امله او یا د هغې د خیال نه ساتلو په وخت دا سبب کیږی، چې عمر ئې لنډ شي . دلته که ډیوه له کوم خنډ سره ډغره ونه وهي او دتیلو تر وروستۍ قطرې پورې کار وکړي ، او بیا مړه شي،نو خپل حتمی اجل ته رسیدلې ده او که دتیلو له ختمیدا مخکې کوم خنډ د هغې ډيوې د مړکیدا سبب شي، نو دهغې دعمر نیټه هم لنډيږي او ورتته غیر حتمی اجل وئیل کیږی.
https://iqna.ir/en/news/3490608